19/08/2024
زرمينه
د کيسې 20برخه
زرمينې زما او د انورکاکا خبرې اوريدلې نو چغه يې کړه چې پلاره جليل ته ووايه ګولۍ مې خوړلي
په دې نيمو شپو مه ګرځه ښه نه دي
ما چې د زرمينې غږ واورېده زړه مې خوشاله شو انور کاکا نه روان شوم
کورته ورسېدم ما ويل ښه جليله دروازه خو بنده ده او دېوال اوچت دی اوس څه کوې؟
که دروازه ټکوې مور به درله وايي چې په کومه لاره تللی وې او چيرته تللی وې
او که يې نه ټکوژ په دېوال پورته کيدای نه شې او نه شپه په دېره کې کوی شې هسژ نه پيريان دې ونه ډار کړي
لنډه دا چې مجبور شوم دروازه وټکوم
ورور مې اواز وکړو څوک يې ما ويل زه يم ساجده دروازه خلاصه که
دروازه يې خلاصه کړه مال مور خو به ويښه نه وي
مور مې غږ کړو جليله ته خو په بام وې دا د بېرون نه څنګه راغلې
ما ويل مورې کليوال ټول د حکم ماما دي حجرې ته ټول شوي وو هغوی خبر شوي وو چې زه راغلی يم نو ما پسې يې زنګ ووهو چې راشه ډېره موده نه وې ودې ګورو نو زه هم په دېوال کوز شوم او لاړم
بس دروغ خو د چا د پلار نه دي خو خبر نه وم چې سهار ته به پکې نيول کېږم
لاړم بام ته پورته شوم او ښه غوصه راغلې چې زرمينې ولې زه دومره وکړولم
ښه شيبه وروسته زرمينې بيا زنګ وهو
اوکی مې کړو ورته مې ويل د سپي لورې څوک داسې کار کوي نه ښه نه بد تليفون دې بند که په ما دې مرګ تېر که
زرمينې ويل مور مې پاڅېدلې وه ورور ته مې شيدې ورکولې ما ويل غږ مې وانه وري
هو جليله يوه خبره درته وکړم؟
ما ويل وکه د غم لوري
زرمينې ويل ګوره جليله ماته که سپۍ وايې که خره وايې او که هر هغه نوم چې تاته ښه ښکاريږي راته وايي ووايه خو خير دی مور راله مه يادوه هغه اوس په دې دنيا نشته زه پرې خفه کيږم
ما وويل سمه ده ليونۍ دا خو زه له مينې نه درته وايم چې ته خفه کيږي نور به درله زړګی وايم
زرمينه په خندا شوه او وې ويل څه خبر جليله ما خو کله ستا له خولې نه داسې ښايسته کليمه نه ده اوريدلې چې ته به پخپلې خبرې وفا وکړې کنه زړګيه
دواړو وخاندل ما ويل ته بيا ووايه
زرمينې وويل بيا بيا نشته ناوخته دی اوس ويده شه زړګيه خو سهار دې ګوره حتمن مور او تره ولېږه
ما ويل سمه ده زړګيه که هغوی رانغلل زه خپله راځم او د پلار سره دې د واده خبره کوم
زرمينه په خندا شوه او په تلو تلو کې يې موبايل مچي کړو
زه هم ويده شوم
سهار په وخت مې ورېرې پاڅولم چې کاکا لمونځ وخت دی پاڅېږه
زه هم ښکته شوم لمونځ مې وکړو راغلم د مور خواکې مې کيناستم
ورته مې ويل مورې تاسو کله ځئ انورکاکا کره
ويل يې څه لپاره؟
ما ويل ويل ولې دشپژ مو ونه ويل چې د واده نېټه معلوموو
مور مې وويل صبر دې نشته لاړه به شم
ما ويل ګوره مورې بيا ونه وايې چې دا حق دې رانه واخيستو
که له چايو نه وروسته لاړه نه شوې نو زه خپله د انور کاکا سره خبرې کوم
مور مې په غوصه شوه
هو اوس مو داسې وشرموه شرميدليه داسې ونکړې
ما ويل ګوره مورې نېټه ډيره اوږده نه وي اته يا لس ورځې وخت وټاکئ
مور مې ويل په دومره ورځو کې ته کوم کار کوې بستره درته جوړه کړم ونې وهې لرګي ماتوې او جامې ګنډې څه کوېړ
ما ويل مورې تيار توشکونه خرڅيږي ،کمپلې خرصيږي،لرګي د ټال نه راوړم او تيارې جامې اخلم دا ټول کارونه يوه ورځ کې کوم خو نيټه اوږده نکړې کنه بيا تښتم
مور مې ويل سمه ده خو ګوره چې د تېښتې خبره بيا ونکړې نور خو ته ښه پوهيږې.
چای مو وڅکو مور دې مې لاړل
مور مې انور کاکاته وويل مونږ راغلي يو چې د جليل او زرمينې د واده نيټه معلومه کړو
زرمينه هم ناسته وه هغه پاڅېده روانه شوه خو پلار ته يې وويل
پلار جانه يوه خبره کوم چې ډېره خرچه پرې کينږدې چې سبا جليل قرضونه وکړي او بيا کور پريږدي مسافر شي
زه د جليل سره په دې خيرنو کالیو کې خوشاله يم
انور کاکا ويل لورې ته زما لور نه يې ته زما زوی يې او هر پلار چې د زوی په واده کې څومره مصرف کوي زه به د هغې يو په دوه ستا په واده کې مصرف وکړم ته مه خفه کيږه
زرمينه لاړه انور کاکا مې مورته وويل تاسو مو ځان تيار کړی د زرمينې ټول جهېز زه کوم تاسو به ورته يو ټيکری هم نه اخلئ
نېټه لس ورځې وټاکل شوه
مور مې ويل چې نه د کوټې ټول وسايل مونږ خپله اخلو
انور کاکا وويل چې نه زرمينې راته ويلي چې دا شيان زه خپله اخلم او د جليل لپاره لباس هم پخپله خوښه اخلم
مور مې وويل سمه ده
يولس بجي وې مور مې راغله او زه ډير بې صبره انتظار کې ناست وم
راته يې ټوله کيسه وکړه
ما ويل مورې زه به سبا لاړشم ښار ته د بانک نه به مې معاشونه وباسم چې واده دی پکاريږي
تقريباً څه پنځه لکه روپۍ وې
مور مې ويل دومره روپۍ دې له کومه کړي
ما ويل مورې د اولې ورځ نه مې چې معاشونه اخيستل نو ما بانک کې اچول يوه روپۍ مې هم نه مصرفه وله
ويل يې سم کار دې کړی
ډوډۍ مو د غرمې وخوړه دوه بجې وې چې د زرمينې مور مونږ کره راغله
ستړي مه شي مو وکړه کېناسته
زه بيرون ديرې ته ووتلم
چې دې وخت کې د زرمينې زنګ راغی
اوکی مې کړو هلو
زرمينې وويل چيرته يې زړګيه ته راشه ډير مې ياديږې
پلار مې تللی ښار ته او مور مې درغله تاسو کره يوازې يم
ما ويل سمه ده زړګيه درغلم
موبايل مې بند کړو سر مې په اوبو غوړ که او روان شوم
څنګه چې د زرمينې دي کورته ننوتلم او زرمينې وليدم نو منډه يې کړه غيږ کې یې ونيولم د ځمکې نه يې پورته کړم او ګرد يې وچورلوم
ما ويل بس که زړګيه پښتۍ دې راته ماتې کړې
هغې ښکته کړم او په دې سينه يې راته خوله ولګوله
ما ويل سپۍ مړ دې کړم او بل کميس که وباسم دا خو ښکاري
بيا يې راته په مټ خوله ولګوله او ښه زور يې ورکړو
ويل يې کله چې دې ياديدم دېته ګوره دا زما نښه درسره ياده ساته
او بيا يې په حويلۍ کې دا سندره ښه په لوړ اواز شروع کړه
لاليه څوک دي زما په دنيا ګۍ کې
زه به هم تاته راځم په سره ډولۍ کې
هم يې سندره ويله او هم يې ورسره ګډا کوله
دغه ټيکه مې د سرو پکې غمي لاليه
زما په تور اوربل ياره وهي ټالونه
د چانه کمه نه يم نن په سيالۍ کې
زه به هم تاته درځم په سره ډولۍ کې
دغه رنګينې ورځې د هيريدلو نه دي
دغه بې صبره زړونه د صبريدلو نه دي
چې درته خاندمه زه بنارسۍ کې
زه به هم تاته راځم په سره ډولۍ کې
جانانه ستايمه زه په بل چا څه کومه
په دنيا اور پورې که په دنيا څه کومه
زړه مې ټوپونه وهي داسې مستۍ کې
زه به هم تاته راځم په سره ډولۍ کې
همدې سره يې بيا منډه کړه او په غاړه مې پريوته راته يې وويل.
زړګيه زه ډېره ويريږم هسې نه خدای مکړه څه ونه شي
ډير خراب خراب فکرونه ذهن ته راځي
ګوره که څه وشول دا ځل نه پاتې کيږم نور د غمونو زور نه لرم
په دې سره يې له سترګو اوښکې راغلې
ما ويل ليونۍ الله به خير کړي الله به هيڅ نه کوي او تا بيا منفي فکرونه شروع کړل
زرمينې ويل زړګيه ستا همدغه ډاډ دی چې ما ډاډه کوي کنه اوس به ليونۍ شويېومه
ما ويل لس ورځې دي الله به يې تيرې کړي بيابه د ټول عمر لپاره يوځای يو
دې سره يې زه پرېښودم ويل يې ته دلته کېنه ما ستا لپاره شيدې ګرمې کړي
لاړه ډک ګیلاس شيدې چې نيم پيروی وو راي وړلې ويل يې واخله زړګيه دا مې تا ته ساتلې وې
ما ګیلاس واخيسته
ويل يې جليله ته پوهيږې د واده لپاره ستا ټول لباسونه زه خپله اخلم
ما ويلي چې هرڅه پخپله خوښه ورته کوم
ما وويل هسې نه چې د دغو په شان راته رنګا رنګ شيان واخلي
وې خندل ويل يې نه زړګيه ته به بيا وګورې
ما ويل سمه ده زرمينې اوس به لاړ شم چې مور دې رانه شي بده خبره ده
ويل يې سمه ده خو ګوره چې بيا نيمه شپه کې رانه شژ چې څه چل درباندې ونه شي د ځان خيال دې ساته
ما ويل د غم لورې تا ولې زما مور ته ويلي وو چې دا دشپې راغلی وو تا خو زه په شرمونو وشرمولم
راته يې وويل ښه مې کړي چې ويلي مې دي که دشپې درباندې څه شوي وای
په همدې سره ترينه روان شوم
لنډه دا چې سبا شو مور ته مې وويل زه ښاره پورې ځم که څه پکار وي راته يې ووايه
مور مې وويل پکار خو ډير څه دي خو زه سبا به ټول ماشومان مخکې کړې او ورته به يې واخلې
ما ويل سمه ده موري
موټر مې وووېسته لاړم ښارته موټر مې پارکينګ کړو زه لاړم بانک ته د پيسو پسې
رش ډير زيا وو قطار کې ودريدم
موبايل مې ووېسته ورور ته مې زنګ ووهو ورسره لګيا وم خبرې مې کولې چې زه ښار کې يم څه خو دې پکار نه دي چې در يې وړم
ورور مې وويل چې ځان سره دغه دوه کتابونه راوړه ما ويل نور خو دې څه پکار نه دي
چې دې وخت کې يو ګړم شو
پاتې برخه بيا
copy